ډېر لوستل شوي

ایران: هرمز تنګي کې مو د امریکا دوه بې‌پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې

د ایران پوځ خبر ورکړی چې په هرمز تنګي کې یې د امریکا دوه بې‌پیلوټه الوتکې، د «لوکاس» او «MQ-9» ډوله، کشف او نسکورې کړې دي.

تسنیم خبري آژانس د یاد پوځ په حواله ویلي چې دغه دوه الوتکې د سې‌شنبې په ماښام په دوو جلا عملیاتو کې په نښه او له منځه وړل شوې دي.

د راپور له مخې، د «لوکاس» ډوله بې‌پیلوټه الوتکه د هرمز تنګي په لوېدیځه برخه او د «MQ-9» ډوله الوتکه د دغه تنګي په ختیځه برخه کې نسکوره شوې ده.

بلخوا، د امریکا پوځ تر اوسه د ایران د پوځ دغې ادعا ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هرمز تنګي د کنټرول پر سر د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او دغه مهم نړیوال سمندري مسیر له کړکېچ سره مخ شوی دی.

اړوند خبرونه