ډېر لوستل شوي

روسیې افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توکو پر صادراتو هوکړه کړې

د مسکو او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، روسیې افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو توکو پر صادراتو هوکړه کړې ده.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه هوکړه د کابل په ښار کې د روسیې او افغانستان د ګډې سوداګریزې ناستې په ترڅ کې شوې ده.

له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو شورا مشر دیمیتري انتونوف ویلي چې دغه هوکړې د دواړو هېوادونو د سوداګریزې ناستې په ترڅ کې ترلاسه شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د روسیې سوداګریزه شورا د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک له هغه وړاندیز څخه ملاتړ کوي چې له مخې یې د تخنیکي مقرراتو او معیارونو په برخه کې د اسلامي امارت او د اوراسیا اقتصادي کمېسیون ترمنځ اړیکې رامنځته شي.

د انتونوف په وینا، د دغو اړیکو رامنځته کول به د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د سوداګرۍ او د توکو د تبادلې پر وړاندې د عملي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

اړوند خبرونه