ډېر لوستل شوي

افغان او ترکي چارواکو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی 

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي شهاب‌الدین ثاقب د ترکیې سوداګرۍ وزارت له مرستیال «مصطفی توزجو» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، ګډو نندارتونونو جوړولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریزو ناستو جوړولو په اړه بحث شوی دی.   

صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې د کتنې پرمهال د ګمرکونو ترانزیټ او ترانسپورټ په برخو کې د شته ستونزو پر حل او سوداګریزو توکو د لېږد اسانتیا لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی. 

سرچینې لیکلي چې دواړو لوریو همداراز د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د ترکیې او افغانستان د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ګډې کاري ډلې پر فعالولو او د فعالیتونو پر دوام ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه