د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي چې د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ترڅ کې یې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۴۸۵ قضیې څېړلې او هوارې کړې دي.
ياد وزارت وايي، په دغو قضیو کې د ښځو پر وړاندې ظلم، جبري نکاح، میراث، مهر، نفقه، په بدو کې د لوڼو ورکول او طلاق شامل دي چې د اسلامي شریعت له احکامو سره سم ورته لازم اقدامات ترسره شوي دي.
وزارت زیاتوي، د دغو قضیو د څېړنې او هواري موخه د ښځو د شرعي حقونو خونديتوب، د کورنیو ستونزو حل او د کورنیو شخړو اصلاح ده.

