ډېر لوستل شوي

پروان کې امنيتي ځواکونو ۱۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې دي

د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو د مرکز او ولسوالیو په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، په نیول شویو وسلو کې ۱۴ میله توپنچې، دوه میله کلاشینکوفونه او درې میله د ښکار ټوپکونه شامل دي.

سرچینه زیاتوي، د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ګډوډولو په تړاو ۱۲ تنه هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

اړوند خبرونه