د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني د حیرتان بندر د پراختیا پلان تایید او لاسلیک کړی دی.
یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه پلان د ۸ زره او ۱۸۶ جریبه ځمکې په مساحت کې د بندري فعالیتونو د تنظیم او د کاري او خدمتونو ساحو د رامنځته کولو په موخه چمتو شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پلان کې د ګمرکي خدمتونو، صنعتي فعالیتونو، صادراتو او وارداتو، سوداګریزو او اداري چارو او د بندر د کارکوونکو د استوګنې لپاره ځانګړې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
وزارت د دغه پلان تایید د حیرتان بندر د فعالیتونو د تنظیم، سوداګرۍ او صنعت د پراختیا او د ځمکې د اغېزمنې کارونې لپاره مهم ګام بولي.

