ډېر لوستل شوي

جوزجان کې د یتیم تاق سمنټو کارخونې د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې اکتشافي چارې بشپړې شوې او اړوند راپور یې هم د دغه وزارت له لوري منظور شوی دی.

د یاد وزارت وياند همايون افغان وايي، د ۷۷ ترکي ودانيز شرکت سره د لاسلیک شوي تړون له مخې، اوس مهال د دې پروژې ساختماني چارې په چټکۍ سره روانې دي او له بشپړېدو سره به یې کارخونه هره ورځ د ۳ زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

د ښاغلي همايون په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد د سمنټو کورنی تولید زیات، د وارداتي سمنټو کچه راکمه او د هېوادوالو لپاره ګڼې کاري زمینې برابرې شي چې ورسره به د هېواد صنعتي وده او اقتصادي پرمختګ هم پیاوړی شي.

د نوموړي په خبره، اوس مهال هم په یاده پروژه کې ګڼ شمېر هېوادوال پر کار بوخت دي.

اړوند خبرونه