د پاکستان جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د دغه ګوند د ‘سرګودا’ غونډې پر وړاندې د محدودیتونو، د ګوند د غړو د نیونې او د مشرانو د څار په غبرګون کې په ټول هېواد کې د لاریونونو اعلان کړی دی.
د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، فضل الرحمن د پنجشنبې په ورځ، د نومبر ۲۶مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د ‘سرګودا’ غونډې پر وړاندې د خنډونو د ایجادولو په غبرګون کې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه ترسره شي او لویې لارې به وتړل شي.
هغه ادعا کړې، چې د پنجاب پولیسو د ګوند د یو شمېر غړو او مشرانو د نیولو ترڅنګ، په سرګودې ښار او نورو سیمو کې د غونډې د ترسره کېدو مخه نیولې او د تګ راتګ لارې یې بندې کړې دي.
فضل الرحمن ویلي، چې د ګوند غړي به له کوهستان او چترال څخه تر بدین، تربت، مکران او چمن پورې په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه وکړي او د اعتراض په توګه به لویې لارې وتړي. نوموړي د حکومت دا ډول اقدامات د سیاسي فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه بللي او ویلي یې دي، چې ګوند به د غونډو او لاریونونو د حق لپاره خپل لاریون ته دوام ورکړي.

