ډېر لوستل شوي

قاهره کې د تېلو ټانکر د اوښتو پېښه کې ۳۱ کسان مړه او ۲۶ ټپیان کړي

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د تېلو د یوه ټانکر له اوښتلو او اور اخیستو وروسته په پراخه اورلګېدنه کې ۳۱ کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه د چهارشنبې ماښام د قاهرې د حلقوي لویې لارې په الوراق سیمه کې، د ګڼې ګوڼې پر مهال رامنځته شوې چې له امله یې اور نورو موټرو ته هم خپور شوی او ۲۷ موټر سوځېدلي دي.

د مصر روغتیا وزارت ویلي، چې د پېښې ځای ته ۳۹ امبولانسونه لېږل شوي او ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د پېښې د قربانیانو د هویت معلومولو لپاره د عدلي طب چارواکو د ډي‌اېن‌اې ازموینې هم پیل کړې دي.

د مصر څارنوالۍ د پېښې په تړاو یو ۲۱ کلن موټرچلوونکی نیولی دی. د لومړنیو څېړنو له مخې، نوموړي د موټر د چټک چلولو او له نورو موټرو څخه د تېرېدو پر مهال له ټانکر سره ټکر کړی، چې له امله یې ټانکر له کنټروله وتلی، ټایر یې چاودلی، د سړک غاړې له یوې مانع سره یې ټکر کړی او اوښتی دی.

چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او اړوندو ادارو ته یې د ټپیانو د درملنې او د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي لارښوونه کړې ده. دا پېښه په مصر کې د ترافیکي پېښو او د سړکونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي؛ ځکه په دغه هېواد کې هر کال زرګونه کسان په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اړوند خبرونه