ډېر لوستل شوي

افغانستان او ترکیې د ګډو سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شهاب‌الدین ثاقب په ترکیه کې د اصل ګروپ شرکتونو له رییس ‘یونس اته’ سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ګډو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو جوړولو او د تولیداتو او توکو د معرفي کولو لپاره د فرصتونو پر برابرولو بحث شوی دی. یونس اته افغانستان ته د سفر او د افغانستان او ترکیې د ګډ نندارتون په جوړولو کې د همکارۍ چمتووالی هم ښودلی دی. خبرپاڼه زیاتوي، د دې وړاندیز موخه په ترکیه او د نړۍ په نورو بازارونو کې د افغان تولیداتو معرفي کول، ترویج او د دواړو هېوادونو سوداګرو او تولیدوونکو ته د سوداګرۍ او پانګونې د لا زیاتو فرصتونو برابرول دي. دواړو لوریو د ګډو نندارتونونو او تبلیغاتي پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه