د افغانستان په لوېدیځ هرات کې د قزاقستان سوداګریزه خونه پرانیستل شوه. د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.
د ښاغلي عزیزي په وینا، د کابل-استانې د سوداګریزو غونډو چمتووالی، د خصوصي سکټورونو راشه درشه، سوداګریزې اسانتیاوې او نور هغه لاملونه و چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې قزاقستان ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راوست.
بل پلو، د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ویلي چې ددې خونې له پرانیستې یې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي.
د یادونې وړ ده چې قزاقستان اوسمهال د افغانستان غوره اقتصادي شریک دی.