ډېر لوستل شوي

کندوز کې څه باندې ۳۰۵ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوې

د عدليې وزارت د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې خبر ورکړی چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یې ۳۰۵ جریبه، ۱۲ بسوې او ۷ بسواسې ځمکه د اسنادو او مدارکو تر څېړنې وروسته امارتي تثبیت کړې ده.

ياد وزارت وايي، دغه ځمکه د دشت ارچي ولسوالۍ د وزیرخان په سیمه کې موقعیت لري او په دوو برخو وېشل شوې ده.

محکمې د متصرفینو او اړوند کمېسیون د اسنادو، املاکي دفترونو او د اړوندو ادارو د معلوماتو تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې ټوله ځمکه امارتي ده.

د محکمې د پرېکړې له مخې، د یادې ځمکې متصرفین مکلف دي چې هغه د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

اړوند خبرونه