ډېر لوستل شوي

“نړیوال نندارتونونه د کورنیو شرکتونو د ودې او نړیوالو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري”

د صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپي وايي، د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون د خصوصي سکتور د ودې، د کورنیو شرکتونو د پرمختګ او له نړیوالو شرکتونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت دی.

د اميد راډيو خبريال د یاد نندارتون د پای مراسمو کې ویلي، دا ډول نندارتونونه کورنیو شرکتونو ته زمینه برابروي چې خپلې تجربې له نړیوالو شرکتونو سره شریکې کړي، له نويو پرمختګونو سره بلد شي او په نړیوال بازار کې خپله سیالي پیاوړې کړي.

د ښاغلي ساپي په وینا، د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاوو برابرېدو د ودانيزو شرکتونو فعالیتونه پراخ کړي او ګڼو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده چې د غیرقانوني کډوالۍ په مخنیوي کې هم مثبت اغېز لري.

نوموړي له بهر مېشتو افغان پانګوالو او سوداګرو غوښتي چې په هېواد کې له شته پانګونې فرصتونو ګټه واخلي او د افغانستان د اقتصادي ودې، ځان‌بسیاینې او بیارغونې په برخه کې ونډه واخلي.

اړوند خبرونه