ډېر لوستل شوي

بدخشان کې د لاسي توکو نندارتون پرانیستل شو

بدخشان کې د ( غوره دی، افغاني دی) په نوم د لاسي صنایعو او سیمه ییزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
دغه نندراتون د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې جوړ شوی چې په ۶۰ غرفو کې لاسي توکې پکې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بدخشان مرستیال والي قاري امین الله طیب په قول، افغان حکومت له صنعتکارانو ملاتړ کوي او غواړي افغاني توکي د نړۍ ګڼو هېوادونو ته صادرکړي.
ویل کیږي چې په دغه نندارتون کې د ښځو او نارینه وو ځایونه جلا دي

اړوند خبرونه