د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینک لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې له عینک کان لېدنه کړې ده.
د اېم.سي.سي. شرکت مسوولینو له افغان وزیرانو او د چین له سفیر سره په کتنه کې پر خپلو پلانونو وغږېدل او د مس عینک سړک جوړول، د لرغونو اثارو ساتنه، د عینک لوېدیځ کې کان کېندنه او د مېشتغالو جوړول یې له لومړیتوبونو یاد کړل.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د لرغونې اثارو پر ساتنې او د دې سترې پروژې د عملي کار پر پیل یې ټینګار وکړ.
عینک لوګر کې د مسو ستر کان دی چې د اسیا د لویې وچې په کچه بېساری دی. ددغه کان تړون له چین سره لاسلیک شوی چې لا یې هم د کېندنې چارې نه دي پیل شوي