د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خپله رسمي اېکسپاڼه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد د لړۍ د پیل خبر ورکړی.
دغه وزارت پرون (چهارشنبه،غوایي۱۹مه) ویلي چې په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ حاجیان مدینې منورې ته لېږدول شوي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغان حاجيانو د لومړي کاروان د تګ په مراسمو کې ویلي چې سږ کال يې حاجيانو ته غوره چوپړونه چمتو کړي.
اوقاقو وزارت همداشان ویلي چې د حاجیانو د ښه چوپړ په موخه یې لا دمخه د کاري ډلکیو کارکوونکي سعودي عربستان ته استولي دي