د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پرون جمعه په دغه سازمان کې د فلسطین د دایمي غړیتوب لپاره مثبته رایه ورکړې او دغه هېواد یې په یاد سازمان کې د غړیتوب وړ بللی دی.
په دغه اسمبلۍ کې شاملو ۱۴۳ هېوادونو مثبته، ۹ مخالفه او ۲۵ هغو یې له رایې اچونې ډډه وکړه.
باید وویل شي، چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د امنیت شورا کوي. د ملګرو ملتونو د شورا یوه دایمي غړي (امریکا) میاشت وړاندې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین پر ضد منفي رایه کارولې وه او دغه هېواد یې ویټو کړی و.
بل خوا د نړۍ ګڼو هېوادونو د ملګرو ملتونو ددغې پرېکړې هرکلی کړی.