ډېر لوستل شوي

د کابل-جلال اباد د دویم لین سړک پر جوړونې ټینګار

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون(جمعه، غوایي ۲۱مه) د کابل – جلال اباد دویم لین سړک څخه ليدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال سربېره، د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي، د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي مولوي امين الله عبيد او د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند هم شتون درلود.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل – جلال اباد دویم لین سړک د هېواد لپاره له مهمو ټرانزیټي لارو څخه بللی دی. د ښاغلي برادر په قول، پر دغه سړک ګڼه ګوڼې، غره ښویېدنې او ټرافیکي پېښې هېوادوالو ته وخت ناوخت مالي او ځاني زیانونه اړوي. 

د ملا عبدالغني برادر په قول، ددې سړک چارې به ژر شروع شي او په کاري لومړیتوبنو کې ځای لري.

اړوند خبرونه