ډېر لوستل شوي

اسلامي همکاریو سازمان له افغان سېلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو کمپاین پیل کړی

د اسلامي همکاریو سازمان په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو په پار د مرستو راټولو بېړنی کمپاین پيل کړی دی.

دغه سازمان ویلي، وروستیو سېلابونو پر انساني تلفاتو سربېره لسګونه کورنۍ بې کوره کړي او ګڼ کورونه او کروندې یې ویجاړې کړې دي.

یاد سازمان له ټولو غړو او د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ له مرستندویه سازمانونو څخه هم غوښتي، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو خلکو ته بېړنۍ مرستې واستوي.

د یادونې وړ ده چې وروستیو درنو سېلابونو یوازې په بغلان کې تر دوو زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

اړوند خبرونه