ډېر لوستل شوي

یو شمېر ترکي پانګوالو پانګونې ته چمتووالی ښودلی

ارګ نن(یکشنبه، غوایي ۲۳مه) په خپلې رسمي اېکسپاڼې له یو شمېر ترکې پانګوالو سره د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ناستې خبر ورکړی دی.

په دې ناسته کې ترکي پانګوالو ویلي، د اقتصادي زمینو د پراختیا هڅې او له پانګوالو او سوداګرو څخه د اسلامي امارت ملاتړ د دې لامل شوی، چې بهرني پانګوال او سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅېږي.

یادو ترکي پانګوالو او سوداګرو په کانونو او نوورو بېخناوي پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. دغو پانګوالو له افغان حکومت غوښتي چې په دې اړه ورسره همکاري وکړي.

بل پلو، اداري مرستیال په افغانستان کې د ترکي پانګوالو د پانګونې د پرېکړې ملاتړ کړی او له هغوی څخه یې غوښتي، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. مولوي حنفي وړاندې ویلي چې افغان حکومت په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او لازمې اسانتیاوې ورته رامنځته کوي.

اړوند خبرونه