زابل کې د افغانستان اسلامي امارت د مؤسس امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رح) زيارت ته نږدې د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل والي مولوي حزب الله افغان وويل، چې دغه مدرسه د اتحاد الجمعیات خیریه بنسټ د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت په دریو پوړونو کې جوړېږي، چې ټولټال به ۴۴ خونې ولري.
د نوموړي په خبره د یادې مدرسې رغنیزې چارې به په ۶ میاشتې کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي