ډېر لوستل شوي

د نایب اباد سټېشن د پراختيا توافقنامه لاسليک شوه

د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې په خپل اېکس د افغان او ازبک چارواکو له لوري د نایب اباد سټېشن د پراختیا د تړون د لاسلیک خبر ورکړی.

دا تړون پرون(یکشنبه، غوایي ۲۳مه) د افغانستان او ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت ترمنځ لاسلیک شوی.

په دې غونډه کې دغه راز د افغانستان-ازبکستان د ‏ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د حيرتان بندر د ۲۴ ساعته فعاليتونو اړوند هم  توافق وشو.

د یادې توافقنامې په بنسټ به د راتلونکې غبرګولي له ۱۲مې نېټې څخه د ياد بندر فعاليتونه په منظم ډول ۲۴ ساعته شي.

اړوند خبرونه