ډېر لوستل شوي

کندهار کې ۲۴۰ نظامي وسایط ورغول شول

د کندهار امنیتي مسوولینو په دې ولایت کې د ٢٤٠ نظامي وسایطو د ترمیم خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پوځي وسایط د ١٠٤ خیبر حمايوي لوژستیکي کنډک له لوري د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې رغول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په يادو وسایطو کې ١٦٩ رنجرې، ١٨ انټرنیشنل، ٢٢ ټانکونه، ۵ لوکسل، ٣ فلډر، ١٢ یوریش، ١١ویګو موټرونه او نور د مسلکي استادانو له خوا رغول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دفاع وزارت تر دې دمه زرګونه زیانمن پوځي مهمات رغولي او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي دي

اړوند خبرونه