د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن غرمه(چهارشنبه، غوایي ۲۶مه) په خپل اېکس د هوایي ځواک د یوې الوتکې د سقوط خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې دغه اېم.ای.۱۷ الوتکه هرېرود سیند ته د هېوادوالو د ژغورنې په پار تللې وه چې وروسته تر راګرځېدنې فیروزکوه ښار کې یې د تخنیکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناسته کړې او له دېوال سره تر ټکر وروسته سقوط شوې ده.
تېره ورځ یو فلانکوچ موټر له سپرلۍ سره هرېرود سیند ته لوېدلی و چې هوایي ځواک یې د ژغورنې هڅې کولې.
د ښاغلي خوارزمي له قوله چې په دې پېښه کې یو تن شهیدشوی او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت رهبري قربانیانو ته د جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې