د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو د تاتارستان د کاماز شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د یاد شرکت د بیا فعالېدو خبر ورکړی دی.
ددغه شرکت مسوولینو له افغان چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې له افغان پانګوالو سره د همکارۍ لپاره په افغانستان کې د دې شرکت فعالیت بیرته له سره پیلوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله، دغه شرکت همداشان په افغانستان کې د موټرو د بسته کولو د یوې کارخونې جوړولو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دې شرکت مسوولینو ته افغانستان ته د تګ بلنه ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست په مشرۍ یو افغان پلاوی د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي فورم د ناستې په پار تاتارستان ته تللی دي