ډېر لوستل شوي

ولسوالیو کې د برېښنایي تذکرو مرکزونه فعالیږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په ګڼو ولسوالیو کې د برېښنایي تذکرو د مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وړاندې لیکي: د تذکرو وېش د مدیریت او تطبیق کمېټې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د برېښنایي تذکرو د وېش نویو څانګو د رامنځته کولو او ولسوالیو ته د ځینو څانګو د انتقال په اړه غور وشي.
ددې ادارې په قول، دا پرېکړه یې هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو او نه ځنډمنتیا په موخه کړې ده.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاته کړې چې د تذکرو د وېش د مدیریت او تطبیق کمېټه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په چوکاټ کې د تذکرو د وېش پروسې د لاښه مدیریت او د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې هلې ځلې کوي

اړوند خبرونه