ډېر لوستل شوي

چین کې افغان سفیر د نیکاراګوا له سفیر سره کتلي

د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي په چین کې د نیکاراګوا له سفیر ښاغلي مایکل کمپبل سره د افغانستان سفارت په ودانۍ کې کتلي دي.

د نیکاراګوا سفیر مایکل کیمپل چین کې د افغانستان لوی سفیر مولوي بلال کریمي ته په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو په مناسبت د خپل هېواد د ولسمشر ډانیل اورټیګا  له لوري عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله ته د خواخوږۍ لیکلی لیک سپارلی. سفیر ویلي چې په دې ناوړه وضعیت کې د نیکاراګوا هېواد او خلک له افغان حکومت او ولس سره خواخوږي ښیي.

ولسمشر ډانیل اورټیګا عالیقدر امیرالمؤمنین ته په راستولي لیک کې د تسلیت له مراتبو سربېره د افغانستان اسلامي امارت سره د ښو اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لېوالتیا هم ښودلې ده.

ښاغلي مایکل کمپبل زیاته کړې چې د نیکاراګوا خلکو هم د افغانستان په څیر داستعمارګرو پر ضد له سختې مبارزې وروسته خپلواکي ترلاسه کړې، چې دا د دواړو  هیوادونو تر منځ مشترک ټکی دی.

چین کې د افغانستان لوی سفیر مولوي بلال کریمي ښاغلي مایکل کمپبل ته هرکلی ووایه او له سیلاب ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو له امله یې ترې مننه کړې ده.

مولوي کریمي دغه راز له کمپبل سره د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسي او د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او عیني واقعیتونو په تړاو هم مالومات شریک کړي دي. نیکاراګوا په مرکزي امریکا کې پروت تر ټولو لوی هېواد دی او پلازمېنه یې منګوا نومیږي.

اړوند خبرونه