د قطر سرې میاشتې د نړېوالې پراختیا او مرستو څانګې مسئول ډاکټر محمد صاح ابراهیم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص د ۱۶۹ زړه سوریو ماشومانو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
افغاني سرې میاشتې په خپل رسمي اېکس ددې هوکړه لیک د لاسلیک خبر ورکړی دی.
افغاني سرې میاشې ټولنې مشر د قطر سرې میاشتې او نورو مرستندویه بنسټونو څخه مننه کړې، چې د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته کوي.
د یادونې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې افغاني سرې میاشتې زرګونه د زړه ناروغان په وړیا ډول کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او دا لړۍ لا هم روانه ده