ډېر لوستل شوي

اته سوه مجاهدینو ته د نظامي، مسلکي او عقیدوي درسونو لړۍ پیل شوه

په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې (د پسرلي موسم نظامي تمریناتو) په نوم د نظامي، مسلکي او عقیدوي درسونو لړۍ پیل شوې ده.
ویل کیږي چې له دغو نظامي، عقیدوي او مسلکي او ښوونیزې لړۍ څخه به ۸۰۰ تنه برخمن شي.
ددغو زده کړو د پرانیستې په مراسمو کې د منصوري قول اردو قوماندان قاري محمد اسماعيل راسخ، نظامي مسوولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
د نظامي، مسلکي او عقیدوي تعليماتو په دغه لړۍ کې به مجاهدینو ته بدني تمرینونه، د سپکو او درنو وسلو کارونه، د ډله ییزو او دفاعي بریدونو تمرینونه او عقیدوي زده کړې ورکول شي.
د یادونې وړ ده چې دغه ښوونیز کورس به درې میاشتې په بر کې ونیسي

اړوند خبرونه