مهر خبري اژانس منلې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په سقوط شوې الوتکه کې خپل ژوند بایللی دی. ویل کیږي چې نامناسبې هوا، وریځو او دوړو د ژغورونکو ډلګیو عملیات پېچلي کړي وو.
له شاوخوا ۱۸ ساعتونو وروسته مهر لومړی خبري اژانس دی چې رسما یې د رییسي او امیر عبداللهیان د مړینې پخلې وکړ.
تر دې دمخه د ایران د سرې میاشتې رییس حسین کولیوند ویلي چې د سقوط شوې الوتکې د سپرلیو ژوندي پاتې کېدل به ناشونې خبره وي.
یاده الوتکه پرون(یکشنبه، غوایي ۳۰مه) د ختیځ اذربایجان ولایت د اوزې سیمې په ارسباران ځنګل کې لوېدلې وه چې یاده سیمه پېچلې جغرافیه لري.
دغه الوتکه کې د رییسي سربېره، د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهیان، د تبریز لوی امام ایت الله ال هاشم او د شرقي اذربایجان والي هم سپاره وو.