ډېر لوستل شوي

محمد مخبر به د ایران د ولسمشرۍ واګې واخلي

ټاکل شوې چې د ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر د خپل هېواد د ولسشمرۍ واګې واخلي.

ایراني رسنیو ویلي دي چې ښاغلی مخبر به د «ایران د رهبر له منظورۍ وروسته» دغې دندې ته غاړه کېږدي.

د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې له مخې، د ولسمشر په غیاب کې د هغه لومړی مرستیال د حکومت اجرایوي مسوولیت په غاړه اخیستلی شي. ویل کیږي چې په دغه هېواد کې به له ۵۰ ورځو وروسته ټولټاکنې وشي. د یادونې وړ ده چې د ایران د ولسمشر او نورو چارو لېږدونکې الوتکه پرون(یکشنبه، غوایي ۳۰مه) د ختیځ اذربایجان ولایت د اوزې سیمې په ارسباران ځنګل کې سقوط شوې چې د ولسمشر ابراهیم رییسي په ګډون پکې د ایران لوړپوړ چارواکو خپل ژوند بایللی دی.

اړوند خبرونه