ملي دفاع وزارت نن(دوشنبه، غوایي ۳۱مه) په خپل اېکس لیکلي چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۳۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
یاد منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له پنځه میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه فارغ او بري لیکونه یې ترلاسه کړي دي.
د ملي دفاع وزارت مسوولینو فارغو منسوبینو ته په وینا کې ویلي چې د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړي.
ورته وخت کې نویو فارغانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې له اسلامي نظام دفاع او چوپړ ته چمتووالی ښودلی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم ملي دفاع وزرات زرګونه ځوان منسوبین له بېلابېلو زده کړو فارغ کړي دي