د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه له هر اړخیز غور او دقت وروسته توشیح شوې ده.
یاد خبر د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شپه(سه شنبه، غبرګولي لومړۍ) په خپل اېکس ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او یاده بودیجه له خپلو کورنیو سرچینو څخه چمتو شوې ده.
د ښاغلي مجاهد په خبره چې مالیې وزارت به د تېر په څېر د ۱۴۰۳ کال بودیجه هم په مالي سیسټم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال عادي او انکشافي برخو ته به یې رسېدنه وشي