ډېر لوستل شوي

د هلمند په هره ولسوالۍ کې د یوه-یوه چکډېم د جوړولو پرېکړه شوې

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې ددې ولایت په هره ولسوالۍ کې یې د یوه-یوه چکډېم د جوړولو پرېکړه کړې ده.

نوموړي دغه راز د کجکي بند د دویم فاز او ددې بند د پارچاوۍ په اړه هم خبرې اترې کړي دي. ددغه وزارت له لوري ویل شوي چې د شته امکاناتو په رڼا کې به د هلمند خلکو ته متوازن چوپړ وشي.

بل پلو، د هلمند اوسېدونکي د تېرو کلونو له وچکالۍ سر ټکوي او په وینا یې چې د اوبو نشتوالي ګڼې کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړي دي.

د ویلو ده چې اسلامي امارت لا له وړاندې ویلي و چې  د افغانستان په هره ولسوالۍ کې د یوه-یوه چکډېم د جوړولو هوډ لري او یاده لړۍ په ګڼو ولسوالیو کې روانه ده.

اړوند خبرونه