ترکي رسنیو ویلي چې په دې هېواد کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه مړه او ۳۹ نور ټپیان کړي دي.
ویل کیږي چې دا پېښه د مرسین ـ استانبول پر لاره رامنځته شوې ده.
یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو بس له لارۍ او دوه نورو وړو موټرو سره ټکر شو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر (علي یرلی کا) ویلي، د مسافرو بس له دیاربکر څخه استانبول ته روان و چې ترسوس سیمه کې له یوی لارۍ او دوو نورو موټرو سره لګېدلی دی.
د ترکیې د عدلیې وزارت ویلي چې ددې پېښې په اړه به څېړنې وشي.