د هرات ولایتي مسوولینو ویلي چې د یو شمېر دولتي چارواکو، سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي او قراردادي شرکتونو استازو په شتون کې د تورغونډۍ – رباط پریان د وسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین هوکړه لیک لاسلیک شوی.
دې مراسمو ته د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار ویلي چې د وسپنې ددې پټلۍ د جوړېدو چارې باختر شرکت ته سپارل شوي دي.
شیخ اسلام جار زیاته کړې: دا کرښه هرات او ګاونډي هېوادونه سره نښلوي، ځکه یې جوړول ارزښتناک کار دی.
د باختر شرکت رییس ویلي چې ددې کرښې د ټاکلو لپاره به یو تخنیکي ټیم له روسیې څخه هرات ته واستوي