د هند په ختیځ کې سختې ګرمۍ د ۵۴ تنو ژوند اخیستی دی. دا کسان د هند په ختیځو ایالتونو بیهار او اډیسا کې مړه شوي دي.
هند په دې وروستیو کې د ګرمۍ له خورا سختو څپو سره مخ دی چې دې اونۍ کې یې د سانټې ګراد په کچه ۵۲.۹ تودوخه تجربه کړه.
د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، دوی هغه مهال د تودوخې څپې په اړه خبرداری ورکوي چې د هوا د تودوخې کچه د عادې ورځو په پرتله د سانټي ګراد په کچه ۶.۵ درجې لوړه شي.
یوازې په بیهار ایالت کې ۱۴ کسان سختې ګرمۍ مړه کړي. په همدې ورځ د اوډیسا په رورکیلا دولتي روغتون کې د ۱۰ تنو د مړینې راپور هم ورکول شوی و.
پولیسو په ځینو ځایونو کې د غرمې له ۱۱ تر دریو بجو ګرځبندیز هم اعلان کړی دی