د ننګرهار امنیتي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت د نازیانو ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کې سلګونه کیلوګرامه چرس او شیشه نیول شوې ده.
ویل کیږي چې د ٢٠١ خالد بن وليد رضی الله عنه قول اردو د عبدالله بن زبير رضی الله عنه لومړۍ سرحدي لوا د اووم سرحدي کنډک اړوند منسوبینو په نازیانو ولسوالۍ کې ۷۱۵ کیلو خام چرس او ۲ کیلو او ۸۰۰ ګرامه شیشه نیولې ده.
د یو بل خبر له مخې د تورخم ګمرک مسوولینو له پاکستانه افغانستان ته قاچاقېدونکې ۱۶ تفنګچې، ٣٢ عدده شاجورونه او ٣١٥ مرمۍ نیولي دي.
افغان حکومت ډاډ ورکوي چې هېچا ته د ناقانونه توکو د واردولو اجازه نه ورکوي.