په کندهار کې ټرافیکي پېښې دوه تنه شهیدان او ۱۹ نور ژوبل کړي دي.
ویل کیږي چې دا پېښه د یوه ټېلر او زرنج د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید ویلي چې دې پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون دوه تنه شهیدان او ۱۹ نور ژوبل دي. دا پېښه پرون ناوخته(جمعه، غبرګولي ۱۱مه) د کندهار ـ هرات د لویې لارې اړوند، په میوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د کندهار روغتیایي مسوولین د ټپیانو حالت د ډاډ وړ بولي. بل پلو، په بلخ کې یوې ټرافیکي پېښې تېره ورځ ۵ شهیدان او ۵ نور ټپیان کړي دي.