د افغانستان د برېښنا شرکت د چین د میټرونو جوړونې له یوې کارخونې سره د میټرونو د پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.
برېښنا شرکت ویلي چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي رییس ملا محمد حنیف حمزه د (شینزین کلو) میټرونو جوړولو چینايي کمپنۍ له استازي سره د ۲.۷ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یو فاز او درې فازه مېټرونو د پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.
یاده کمپنۍ به ۱۵۰ زره د برېښنا یو فاز او درې فاز معیاري میټرونه تولید کړي. تر دې وړاندې د برېښنا پېرودونکو د اړتیا وړ میټرونه له ازاد بازار څخه په بېلابېلو نرخونو را نیول، چې په ګرانه بیه ورته تمامېدل؛ خو له دې وروسته به پېرودونکو ته په دې برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.