د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ویلي چې اقلیمي بدلون افغانستان ته ستر زیانونه اړولي دي.
د ښاغلي حنفي په وینا، ناوړه چاپېریال او اقلیم هېواد کې د ناروغیو کچه هم لوړه کړې ده.
نوموړي وړاندې ویلي، هغه هېوادونه چې ګلخانه یي غازونه تولیدوي، باید د اقلیم په رغونه کې برخه واخلي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاتوي چې اسلامي امارت د پاک چاپېریال په موخه بېلابېلې پروژې پلې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده. ښاغلي حنفي له هېوادوالو هم غوښتي چې د ښار په پاکوالي کې برخه واخلي.