ډېر لوستل شوي

کندهار کې د شېدو راټولولو ۴ مرکزونه پرانیستل شول

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دې ولایت کې د شېدو د راټولولو د ۴ مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول مطیع الله سعیدي ویلي چې یاد مرکزونه د کرنې ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري جوړ شوي دي. ویل کیږي چې دا مرکزونه په ډنډ، پنجوايي او سپين بولدک ولسوالیو کې جوړشوي چې په یو وخت کې له سلو کورنیو څخه د شېدو راټولولو ظرفیت لري.

دې مرکزونوو ته د هالنډ کمېټې له لوري د سلو زرو افغانیو په ارزښت ۲۵ ډوله د شېدو راټولو بېلابېل وسایل هم پېرل شوي دي.

اړوند خبرونه