د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د بهرنیو پانګوالو او سواګرو د جذب په موخه یې د ټولو ادارو له لوري یو واحد مرکز جوړ کړی دی.
دغه معاونیت په یوه ویډیو کې ویلي چې هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
وړاندې ویل شوي چې د بهرنیو پانګوالو لپاره په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د ټولو اړوند ادارو واحد مرکز جوړ شوی، چې پکې پانګوالو او سوداګرو ته اړین چوپړونه وړاندې کیږي.
دغه مرکز بهرنیو پانګوالو او سوداګرو لپاره د تخنیکي خدمتونو او وېزو چمتو کولو، پانګونې په اړه د معلوماتو ورکولو او د پانګونې په برخه کې د پانګوالو طرحې د اقتصادي معاونیت بین الوزراتي کمېټې ته وړاندې کوي. ورته مهال اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې د دې مرکز له فعالیت سره سم بهرنیو پانګوالو په اسانۍ سره وېزې ترلاسه او د پانګونې چارې یې له اړوندو ادارو سره هوسا چمتو کړي دي. د یادونې وړ ده، چې یاد مرکز تر دې دمه لسګونو بهرنیو پانګوالو او شرکتونو ته د بنسټیزو پروژو، برېښنا، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې او نور بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته لاره هواره کړې ده.