ډېر لوستل شوي

زوروې ګرمۍ د ۱۴ حاجیانو ژوند اخیستی

سعودي عربستان کې د حج د مراسمو د پرځایونې پر مهال د زوروې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۱۴ اردني وګړي مړه شوي دي.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت ددې حاجیانو مړینه منلې خو یاد وزارت د ۱۷ نورو د نادرکۍ خبر هم ورکړی دی.
له اردن ورهاخوا، د ایران سرې میاشتې بنسټ ویلي چې د حج د مراسمو پر وخت ۵ ایرانیان مړه شوي. سرې میاشتې ددې وګړو د مړینې سبب نه دی په ګوته کړی.
سږکال د حج مراسمو ته د نړۍ له ګوټ-ګوټ څخه شاوخوا ۱.۸ میلیونه تنه راټول شوي دي

اړوند خبرونه