ډېر لوستل شوي

روان کال په ټول هېواد کې ۱۲۱ کارخونې فعاله شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې د روان ۱۴۰۳ کال د پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۱۲۱ نوې کارخونې فعاله شوي دي.

 دغه وزارت وړاندې ویلي چې د صنعتکارانو لپاره د درنو او سپکو صنایعو په سکټور کې هم ۲۱۷ تولیدي ماشین الات را وارد شوي. ورته مهال د صنایعو او کانونو خونې زیاته کړې، که په هېواد کې صنعتکارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي، کورنی صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي. د صنایعو او کانونو خونو د شمېرو له مخې، د هېواد په ۱۸ صنعتي پارکونو کې، په بېلابېلو سکټورونو کې څه باندې ۵۰۰۰کارخونې فعالیت لري.

د ویلو ده چې د یادو کارخونو په مټ د ځینو صنعتي توکو له کبله هېواد پر ځانبسیا شوی.

اړوند خبرونه