د امریکا متحده ایالاتو په ارکانزاس ایالت کې یو وسله وال کس په یو سوداګریز مارکیټ کې پر ملکي وګړو ډزي کړي دي.
ویلی کیږي چې په دې ډزو کې ۳ مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي.
په ټپیانو کې ۲ پولیس هم شامل دي چې د ځینو ژوبلو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
بریدګر ټراوېس ایګین پوسي نومیږي چې ۴۴ کاله عمر لري. ددې برید انګېزه لا نه ده روښانه شوې خو پولیس وایي چې له پوسي یې څېړنې پیل کړي دي.
برید د سودا په یوې مغازې کې شوی چې سلګونه تنه پکې پر پېروپلور بوخت وو. په امریکا کې ورته بریدونه عادي دي چې اصلي سبب یې د وسلو ازادانه پلور دی.