افغان کرکټ ملي لوبغاړو د ګڼو نړیوالو جامونو ګټونکې لوبډلې(اسټرالیا) ته ستره ماتې ورکړه.
اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبغاړو د شل اورونو په لوبونې ۱۴۸ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.
رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ بیاځلې له سلو ډېرې منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د یو ښه پیل بنسټ کېښود. ګربز په ۴۹ توپونو ۶۰ او ځدراڼ په ۴۸ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې.
په افغان توپ اچوونکو کې ګلبدین نایب او نوین الحق د اسټرالیا د توپوهنې ملا ماته کړه. دواړو توپ اچوونکو په ۴-۴ اورونو کې د ۲۰- ۲۰ منډو په ورکولو ګډې ۷ ویکټې ترلاسه کړې. نایب د اسټرالیا ۴ او نوین الحق ۳ لوبغاړي وسوځل.
اسټرالیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې جوړې او د ۲۷ منډو په توپیر یې افغانستان ته ماتې ومنله.
ددې ګټې په مټ، نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې هیلې ژوندۍ شوي.