ډېر لوستل شوي

د لوبغاړو تبصرې؛ راشد خان: باور، ناشونې چارې شونې کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو له اسټرالیا څخه تر تاریخي بري وروسته د خواله رسنیو په خپلو پتو بېلابېلې تبصرې کړي دي. افغان لوبډلمشر راشد خان پر خپل رسمي اېکس لیکلي چې که باور ولرې، ناشونې چارې هم شوني کیږي.

خان نننۍ بریا تاریخي بللې ده. ښاغلي خان تر لوبې وروسته ویلي و چې نن به ارامه ویده شي. د نوموړي اشاره د تېر ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو نړیوال جام یوې ماتې ته وه چې ګلین مکسوېل د افغانان له خولې وړې وه.

بل افغان ټولچاري لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل په خپل رسمي فېسبوک ټول افغان ملت ته مبارکي ویلې. عیسی خېل وړاندې لیکلي: ((زمونږ نننۍ بریا له هر اړخه مهمه او تاریخي وه. ستاسو د لازیاتو دعاوو په هیله.))

د نننۍ لوبې برخلیک ټاکونکي لوبغاړي ګلبدین نایب هم په خپلې رسمي فېسبوکپاڼې له خپلو انځورونو سره د «ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډلې» شعار خپور کړی دی.

د کرکټ پخواني لوبغاړي او د خپل وخت روزونکي تاج ملوک عالم  په خپل فېسبوک د ګلبدین نایب ډېر پخوانی انځور شریک کړی. نوموړي له دې انځور سره لیکلي: ګورئ ماشومانو دا هلک ګلبدین نایب نومیږي. یوه ورځ به اسټرالیا ماتوي.

ښاغلي عالم همداراز په خپل فېسبوک یو بل انځور خپور کړی چې افغان لوبغاړي د اسټرالیا له سفیر سره په خبرو بوخت دي. دی لیکي: اسټرالیا د 1999 ،2003 ، 2007 درې نړیوال جامونه وګټل، هیچا ماته نه کړه؛ نو کابل کې یې سفیر غوښتل چی زمونږ اکاډمۍ ته راشي. سفیر د افغان لوبډلې له جوړولو خبر شوی و. موږ پر یوه غټ بینر د ده هرکلي ته لیکلي و چې افغانستان به تاسو ماتوي!!!

افغان توپ اچوونکي نوین الحق په خپل انسټاګرام یو ګیله من انځور خپور کړی. په هغه انځور کې چې نوین الحق شریک کړی، یو تن پکې ګوښی پر څوکۍ ناست دی او «ملاتړ» ورسره لیکل شوي، خو ددې انځور په بله برخه کې د خلکو هجوم لیدل کیږي چې د « مبارکي» ورسره لیکل شوې. نوین الحق په انځوریزه ژبه ویلي، هغه وخت چې لوبډله ملاتړ ته اړتیا لري، په سخته کې وي؛ نو په دومره خلکو به دې یو، دوه ملاتړ ته راودانګي؛ خو کله چې د بریا ورځ وي، نو ټول درته حاضر شي.

نن(یکشنبه، جون ۲۳مه) افغان کرکټ ملي لوبډلې په یوه تاریخي لوبه کې اسټرالیا ماته کړه. افغان لوبډله به بله ورځ (سه شنبه، غبرګولي پینځمه) د بنګله دېش پر وړاندې خپله وروستۍ سیالي ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله بل پړاو(نیمه پایلوبه) ته پوره ـ پوره چانس لري.

اړوند خبرونه