ډېر لوستل شوي

د صنعتي پارکونو قانون توشیح شو

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی.

نوموړي د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د خصوصي سکټور او مرسته کوونکو اقتصادي ناسته کې ویلي چې د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی  او نږدې راتلونکي کې به د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش بهیر هم پیل شي. د نورالدین عزیزي له قوله چې اوسمهال شاوخوا ۱۰۰۰ صنعتي شرکتونو له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه جوازونه ترلاسه کړي دي.

اړوند خبرونه