ډېر لوستل شوي

د نشه یي توکو پر وړاندې د بشر په تاریخ کې بې سارې مبارزه

د ټلیګراف ورځپاڼې د تېرکال چنګاښ میاشت کې په یوه څېړنیز راپور کې په څرګندو ټکو ویلي و چې د بشر په تاریخ کې د نشه یي توکو پر وړاندې داسې رښتیني او پرېکنده مبارزه چا نه وه کړې، لکه اسلامي امارت چې وکړه. دغې نړیوالې اروپایي خپرونې په یوه ګڼه کې لیکلي و چې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې نشه یي توکي له مخې ورک شوي او دا ددې سبب شوی چې اوس په نړیوالو بازارونو کې د نشه یي توکو کاروبار له سقوط سره مخ او موندل یې د مرغۍ پۍ شي. په دغه څېړنیز راپور کې وړاندې لیکل شوي و،  ۱۹۷۱ کال کې د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسون له نشه یي توکو سره جګړه اعلان کړه؛ خو هېڅ بریالی نه شو.

بیا چې امریکا په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان یرغل وکړ، هم له نشه یي توکو سره مبارزه کې پاتې راغلل خو اسلامي امارت په یوازې ځان دې بدمرغې پدیدې ته د پای ټای کېښود. مخکې راغلي چې یو وخت افغانستان د ټولۍ نړۍ د نشه یي توکو ۸۰ سلنه خام توکي برابرول، خو اوس د نشه یي توکو پر بدیل(مصنوعي نشه یي توکو) غور کیږي. ګڼه لیکي چې یاده کارنامه اسلامي امارت له بهرنۍ مرسته پرته کړې ده.

 امیرالمؤمنین حفظه الله د وړم کال په اپرېل کې د نشه یي توکو پر کښت، لېږد، پېر او پلور مطلقا بندیز اعلان کړ. له دې فرمان سره سم هېواد کې د حرامو بوټو د کښت کچه په کراتو کمه شوه او د نشه يي توکو ګڼ کاروباریان ونیول شول. له هغې ورځې تر نن نه یوازې د نشه یي توکو د کښتونو او قاچاق مخنیوی شوی، بلکې د لسګونو زرو روږدو درملنه شوې او بېرته یې عادي ژوند ته مخه کړه. دا چې په تېرو شلو کلونو کې د لوېدیځ او امریکا په پروپاګند د نشه يي توکو کارونې او کاروبار ته څومره کمپاین وشو او په شعوري شعارونو دا کار څومره عام شو؛ یوازې یې اګاه او ګرځنده افغانان درک کولی شي. همدغه هلمند چې د ناټو او برېټانوي ځواکونو ستر مرکز و، د نشه یي توکو پر منځۍ مشهور و.

دا لومړی ځل نه دی چې اسلامي امارت د نشه یي توکو د نابودۍ کارنامه په خپل نوم ثتبوي، بلکې په تېر امارت کې د فقید مشر امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله هم په یوه فرمان په ټول هېواد کې د نشه یي توکو کښت او کرکېله منع وګرځوله.

هغه مهال هم لوېدیځ پروپاګند کاوه او اسلامي امارت یې په همدې پدیدې ننګاوه، برعکس د اسلامي امارت د بریالۍ مبارزې باوجود غرب هېڅ مرسته او همکاري ونه کړه. همکاري پر خپل ځای، حتی د اسلامي امارت د سپېڅلي نیت پروپاګند یې وکړ. اوس هم لوېدیځ د اسلامي امارت پر دې کارنامې اعتراف کوي، کروندګرو سره د بدیلو او حلالو کښتونو د چمتوکولو ژمنې کوې، خو د ۳ کلونو په لړ کې یې هېڅ مرسته نه ده کړې.

نړۍ کې د جون له ۲۶مې د جولای تر ۳مې د نشه یي توکو د اونۍ په نوم نمانځل کیږي. دا اونۍ افغان حکومت په داسې حال کې نمانځي چې په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې د اسلامي امارت تر بیا راتګ وروسته تر دې دمه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۱۱۵ زرو تنو درملنه شوې ده.

په یاد پیغام کې همدارنګه ويل شوي، چې په دې موده کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له خوا ۴۷ زره او ۸۷۹ عملیات شوي، چې په پایله کې یې ۱۷ زره او ۲۴۰ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۱۱۹ ټنه بېلابېل نشه يي توکي او الکولي څښاک او ۵۳۹۰ ټنه کیمیاوي توکي هم کشف شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نشه يي توکو ۱۳۱۵ کارخونې او لابراتوارونه له منځه تللي او ۲۱زره ۷۴۳ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده اسلامي امارت یوځل بیا پر نړۍ غږ کړی چې  د بدیلو کښتونو په برابرولو او د روږدو د درملنې په برخو کې ورسره همکاري وکړي، خو د لوېدیځ شعاري کړنو ته په کتو، دا چاره د هوا ګرځول برېښي.

اړوند خبرونه